ایبک (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د حضرتسلطان ولسوالۍ اړوند په یکهتوت سیمه کې شوې ده.
رحماني وویل، یو فرونر موټر چې له کابله بلخ ته روان و، له سړکه وتلی او چپه شوی چې په پایله کې یې یو کس مړ او بل ژوبل شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن