ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خیبرپښتونخوا بنو کې د بریدونو پر مهال لس پاکستاني پوځیان او پولیس ټپیان شوي

د خیبرپښتونخوا بنو کې د بریدونو پر مهال لس پاکستاني پوځیان او پولیس ټپیان شوي

author avatar
2 Apr 2024 - 13:33
د خیبرپښتونخوا بنو کې د بریدونو پر مهال لس پاکستاني پوځیان او پولیس ټپیان شوي
author avatar
2 Apr 2024 - 13:33

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): پاکستاني چارواکي وايي، د خيبرپښتونخوا په بنو کې د وسله‌والو بریدونو پر مهال څلور پوځيان او شپږ پوليس سرتېرې ټپيان شوي دي.

سیمه‌ییزو امنیتي سرچینو د امریکا غږ د پاکستان څانګې ډیوې راډیو ته ویلي چې تېره شپه د بنو د بکاخیل تحصیل په توچي پل سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی.

سرچینې ویلي چې په دې برید کې د پوځ یو افسر او درې سرتیري ټپیان شوي او له بریدکوونکو هم یو تن وژل شوی دی.

د بنو د پولیسو مشر افتخارشاه ډېوې راډیو ته ویلي، نامعلومو وسله‌والو تېره شپه د بنو اړوند د «ټاون شپ» مهاجر کمپ کې د پولیسو پر موټر ډزې کړې دي چې شپږ پوليس سرتېرې په کې ټپيان شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.