جلالاباد (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري د جلالاباد ښار د زړو توکو د پلور بازار (کهنه فروشي) سیمه کې د زړو او استعمال شوو مبايلونو پر پېر او پلور بنديز ولګول شو.
مسوولين وايي، دا چاره يې د جنايي او غلا پېښو د مخنيوي په موخه کړې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وري په ۱۵مه د جلالاباد ښار اړوند د زړو توکو پلور بازار (کهنه فروشي) سيمه کې خبريالانو ته وويل چې د امنيې قوماندانۍ له خوا دغه بازار کې د زړو مبايلونو پلور باندې بنديز لګول شوی دی.
هغه زياته کړه: «کله به چې د امنيې قوماندانۍ له خوا د ټیليفون غل ونيول شو چې پوښتنه به مو ترې وکړه، مبايل دې څه کړ، ويل به يې کهنه فروشي کوڅه کې مې خرڅ کړی، یا به چې چا عريضه وکړه چې ټيلفون يې ورک دی، موږ به د لوکېشن له لارې چې ټليفون پيدا کړ، همدلته به و، نو ګډ کمېسيون پرېکړه وکړه چې نور به دلته د ټليفون خرڅلاو بند وي او که هر چا دا کار وکړ مجرم به وپېژندل شي.»
دغه راز، د جلالاباد ښار د هټيوالو خونې مرستيال شادنور مظلوميار هم وايي، دوی څو ځلې هټۍوالو ته ويلي چې زاړه مبايلونه بايد له اسنادو پرته وانه خلي خو بيا هم دا چاره روانه وه؛ ځکه قوماندانۍ په دغه برخه کې جدي اقدام وکړ.
بلخوا د جلالاباد ښاريان هم د دې پرېکړې هرکلی کوي او ټينګار يې دا دی چې بايد له دغه ځايه دوامداره څارنه وشي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکی نقيبالله وايي دغه سيمه د جلالاباد ښار د ټولو غلا شوو توکو د پلور بازار دی او دا ډول بنديزونه کولی شي چې د غلاو کچه ټیټه کړي.
اوسمهال د جلالاباد ښار ټولو مبايل پلورونکو ته جدي امر شوی چې له اسنادو پرته به له چا موبايل نه اخلي او که د سرغړونې په صورت کې هره قضيه رامنځته شي نو له قانوني چلند سره به مخ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP