Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د جمعیت علما ګوند یو مهم غړی وژل شوی

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د راپورونو پر بنسټ، ناپېژاندو وسله‌والو په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د جمعیت علما ګوند (JUI-F) یو مهم غړی نوراسلام نظامي وژلی دی.

اکسپرس ټرېبیون پرون ناوخته (سه‌شنبه) راپور ورکړی چې نظامي د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میران‌شاه سیمه کې وژل شوی دی.

د پولیسو یوه افسر ویلي چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند دغه مهم غړی په ډزو وژل شوی دی.

هغه څرګنده کړې: «د هغه جسد د لازمو اقداماتو ترسره کولو په موخه د میران‌شاه روغتون ته لېږدول شوی دی.»

راپور کې زیاته شوې چې چارواکو د دې پېښې په اړه خپلې بشپړې پلټنې پیل کړې او معلومات یې له سیمې راټول کړي دي.

د پاکستان د جمعیت علما ګوند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل‌خان سمیه کې د پاکستان د جمعیت علما ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن پر موټریز کاروان هم برید شوی و خو چا ته پکې زیان نه و رسېدلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.