ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هټۍ‌والو (اصنافو) د لوحو فیس اخیستل منع شول

له هټۍ‌والو (اصنافو) د لوحو فیس اخیستل منع شول

author avatar
3 Apr 2024 - 11:52
له هټۍ‌والو (اصنافو) د لوحو فیس اخیستل منع شول
author avatar
3 Apr 2024 - 11:52

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مشرتابه په یوه تازه فرمان کې راغلي چې له هټۍ‌والو (اصنافو) د لوحو فیس دې نه اخیستل کېږي.

دغه فرمان دوه ورځې مخکې (د وري ۱۳مه) صادر شوی دی.

د فرمان لومړۍ مادې په لومړۍ فقره کې راغلي: «له دوکاندارانو (اصنافو) څخه دې لوحې د فیس راټولول منع دي او د هغه له اخیستلو څخه دې ډډه وشي.»

د یادې مادې دویمه فقره کې راغلي: «په ښاروالیو پورې له اړوندو لوحو او له هغو لوحو چې جواز یې د ښاروالۍ له خوا صادر شوی، د فیس راټولول د دغه فرمان لومړۍ مادې په (۱) فقره کې له درج شوي فرمان څخه مستثنی دي.»

د دغه فرمان په دویمه ماده کې راغلي چې یاد فرمان د صدور له نېټې نافذ دی او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته دغه فرمان تایید کړ.

هغه وویل: «فرمان ډېر واضح دی، مطابق د دغه فرمان موږ خپلې چارې تنظیموو خو د لا وضاحت لپاره چې کله زموږ تخنیکي جلسه وشوه، بیا به یې نور جزئیات شریک شي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار پخواني رییس عبدالحق حماد دغه فرمان پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي چې هټۍوالو د لوحو له لوړې ماليې سر ټکاوه، د مشرتابه فرمان راغی، نور به له هټۍوالو د لوحو هيڅ ماليه نه اخيستل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.