Language

بلخ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

مزارشریف (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنې د «داعش» ډلې دوو غړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د بلخ امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ (سه‌شنبه) د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ په همدرد پروژې سیمه کې د داعش ډلې دوو غړو چاودېدونکي مواد جوړ کړي.

سرچینه وایي، چاوېدونکو توکو پر یادو کسانو چاودنه کړې چې یو کس په‌کې مړ شوی او یو بل ټپي دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې ټپي کس د امنیتي کسانو له لوري د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ ۲۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاد دواړه کسان د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.