Language

تخار او غزني کې دوه کسان په جلا – جلا پېښو کې وژل شوي

تالقان – غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې په تخار کې یو وسله‌وال کس له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې او په غزني کې یو بل کس په خپلمنځي شخړه کې وژل شوي دي.

د تخار امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو وسله‌وال «غل» پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

سرچینه وايي چې تېره شپه یو وسله‌وال کس د تالقانو ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې له یوه کور څخه له «غلا» وروسته د سیمې د خلکو په همکارۍ له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، په غزني کې هم یو کس وژل شوی دی.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل چې تېره ورځ د ګیرو ولسوالۍ په دیسي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته فزیکي شخړه شوې ده.

ده وویل، په دې شخړه کې یو کس وژل شوی چې په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم په ګیرو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی و.

Related Topics