کابل (پژواک ۱۶ وری ۱۴۰۳): مدني فعاله منیژه صدیقي چې اوسمهال د کابل په پلچرخي زندان کې بندي ده وايي، روغتیایي حالت یې ښه دی او په زندان کې هیڅ ډول شکنجه نه ده ورکړل شوې.
مدني فعاله منیژه صدیقي چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې وه او اوسمهال د کابل پلچرخي زندان کې زنداني ده، وايي، هغه ټولې اوازې دروغ دي چې ګواکې دا دې په زندان کې شکنجه شوې او یا دې ورسره ناسم چلند شوی وي.
هغې چې نن په یاد زندان کې د خبري کنفرانس له لارې رسنیو ته د خپلې روغتیايې په اړه معلومات ورکول، وویل، روغتیایي حالت یې ښه دی، هیڅ ډول شکنجه نه ده ورکړل شوې او د زندان مسوولین هم ورسره ښه چلند کوي.
صدیقي وویل، هره اونۍ یې د کورنۍ ټول غړي لیدلو ته هم ورځي.
نوموړې زیاته کړه، هر هغه څوک چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې د روغتیایي حالت یا شکنجه کېدو په اړه ناسمې اوازې خپروي، د افغانستان له اوسني حکومت سره سیاسي او فکري مخالفت لري.
دې مدنې فعالې هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې د اسلامي امارت د مشر انځور ته یې اور اچولی دی.
ورته مهال د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیبالله بدر وایي، منیژه صدیقي ته په زندان کې هيڅ ډول شکنجه نه ده ورکړل شوې.
نوموړی زیاتوي، د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس، په زندانونو کې ښځو او یا هم نورو زندانیانو ته جسمي او روحي شکنجه نه ورکول کېږي.
د هغه په خبره، اوسمهال د هېواد په ټولو زندانونو ۱۴۰۰ ښځینه زندانیانې شتون لري.
نوموړي وویل، د هېواد په زندانونو کې ۴۰ تنه بهرنیان هم په یو شمېر جنایي قضیو کې د لاس لرلو په جرم زنداني دي.
د یادونې ده چې منيژې صدیقي ته د اسلامي امارت د اصولو خلاف کړنو د ترسره کولو په جرم ۱۸ میاشتې حبس ورکول شوی او تراوسه یې یوازې شپږ میاشتې تېره شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP