ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان ځیني اوسېدونکي: امنیت تامین دی، موږ ته دې د کار زمینه برابره شي

د بدخشان ځیني اوسېدونکي: امنیت تامین دی، موږ ته دې د کار زمینه برابره شي

author avatar
4 Apr 2024 - 16:54
د بدخشان ځیني اوسېدونکي: امنیت تامین دی، موږ ته دې د کار زمینه برابره شي
author avatar
4 Apr 2024 - 16:54

فیض‌اباد (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۳): د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ځيني اوسېدونکي د اختر په درشل کې د امنیت له ټینګښت خوښ دي خو له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د فیض‌اباد ښار د پنځمې ناحیې یوه اوسېدونکي حسیب‌الله پژواک ته وویل چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د روژې مبارکې ورځې د امن په فضا کې تېریږي، په داسې حال کې چې په تېر کې ناامني او جنایي جرمونه اوج ته رسېدلي وو.

نوموړي وویل: «تېرو کلونو کې د روژې په میاشت کې په تېره بیا د اخترونو په ورځو کې د وژنو، غلا او د ماشومانو تښتونې شاهدان وو خو له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره اوس دا ستونزې رفع شوي، خو بې‌کاري په خپل ځای پاتې ده هیله‌مند یم چې مسوولین خلکو ته د کارموندنې زمینه برابره کړي څو هېوادوال په هېواد کې له شته امنیت خوند واخلي.»

د فیض‌اباد ښار یو بل اوسېدونکی فضل‌الدین وایي چې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره د فیض‌اباد ښار په یوه څنډه کې اوسېږي او د خپل ژوند لګښتونه د دیاړۍ له لارې برابروي، خو کار نشته او ډېری ورځې پرته له کار کولو خپل کور ته راستنیږي، په داسې حال کې چې هیله لري اختر کې خپلو ماشومانو ته جامې او اختریزه مېوه برابره کړي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د زېربناوو او تاسیساتو په جوړولو سره دې اوسېدونکو په ځانګړي ډول بدخشانیانو ته د دایمي کار زمینه برابره کړي.

فیض‌اباد ښار کې د خوراکي توکو یو پلورونکی محمد سرور وایي چې خلک د خپلو دودونو له مخې د اختر ورځو لپاره هر کال بېلابېل خوارکي توکي، وچه مېوه او شیریني‌باب د خپلو مېلمنو د هرکلي لپاره پېري.

هغه وایي چې په دې روژه کې د خلکو لېواتیا د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کمه شوې که څه هم د وچې مېوې او شیریني‌بابو بیې ټيټې شوي خو بیا هم خلک د خپل اړتیا وړ توکي د کار نشتوالي له امله نه شي اخیستی.

هغه زیاته کړه، که خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د خلکو اقتصاد ښه شي، د هغوی پلور به هم ښه شي.

د فیض‌اباد زاړه ښار کې یو دوکاندار نجیب‌الله وایي چې د ده ډېری پېریدونکي ښځې او نجونې دي چې د اختر لپاره د ماشومانو او ښځینه جامې اخلي، هغوی هغه جامې غواړي چې نظر تېرو کلونو ته یې بیه او کیفیت ټيټ وي.

ورته وخت کې، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله وایي چې هر کال د بدخشان اوسېدونکي هڅه کوي چې د کوچني او لوی اختر ورځې شاندارې ولمانځي.

هغه وایي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو او په هېواد کې د امنیت ټینګښت سره خلک نور د خپلو اولادونو د له لاسه ورکولو د غم پر ټغر نه دي ناست او د اختر ورځې ښې او په ارامۍ لمانځي چې دا د حکومت لویه لاسته راوړنه ده.

هغه زیاته کړه چې د ښار اوسېدونکي تل په خپلو معاشونو متکي دي او دا چې سږ کال کوچنی اختر د مالي کال په لومړي سر کې راغی او بودجه توشیح نه‌شوه، خلک د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دي.

هغه وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې ملکي او نظامي مامورینو ته د وري میاشتې تنخوا ورکړي چې دې چارې سره به د خلکو او پلورونکو کارو‌بارو ښه شي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.