Language

میدان‌ وردګو کې له څه باندې ۱۸۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

میدان‌ښار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۳): سېمه‌ییز مسوولین وایي، په میدان وردګو ولایت کې له ۱۸۰۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رييس مولوي وحید‌الله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده مرسته د ملګرو ملتونو دخوړولو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشل شوې ده.

هغه د معلوماتو له مخې، په دغه مرسته کې هرې کورنیو ۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.