Language

بدخشان کې ترافیکي پېښه کې پنځو پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د شکي ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ منسوبینو موټر چپه شوی چې په‌کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمد وویل چې دغه پېښه پرون مازدیګر د شکي ولسوالۍ د روانک سیمې په شهرسبز کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په یاد رونکس موټر کې د شکي ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ منسوبین سپاره وو چې یو امنیتي کس مړ او څلور نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د دغه ولایت د ارګوی ولسوالۍ اړوند په بېګم پله سیمه کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې هم یو کس مړ او د یوې ښځې په ګډون دوه نور کسان ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.