کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۳): اروزګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت چارچینو ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک د فعالیت پر سر د تره د زامنو ترمنځ شخړه شوې چې په نتیجه کې یې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د اروزګان د چارچینو ولسوال مولوي محمدرفیق هنر د وري په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ په مرکز کې په یوه شخصي کور کې د تګاب په نوم یوه دولتي کلینیک د فعالیت پر سر شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه کلینیک په شخصي کور کې فعالیت لري او د کور مالک د کلینیک د ساتنې مسوولیت هم لري.
د نوموړي خبره چې د کلینیک د قرارداد وخت په پوره کېدو د ساتونکي د تره زامنو غوښتل چې نور باید په دغه کور کې کلینیک فعالیت ونه لري، په همدې مهال شخړه رامنځته شوې او د کلینیک د ساتونکي ډزو له امله درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
ولسوال زیاتوي چې سيمې ته امنیتي کسان رسېدلي او د روغتون د ساتونکي په ګډون شخړه کې نور ښکیل کسان هم نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP