میدانښار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۳): سېمهییز مسوولین وایي، په میدانوردګو ولایت کې د کابل - کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي.
د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن مازدیګر د دوو کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې ده.
هغه وویل چې په دغه پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاس ورکړی او څلور نور ټپیان شوي.
د هغه په خبره، ټپيان د همدې ولایت روغتیایي مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP