غزني ښار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د غزني پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت ۶۸۰ ښوونځیو له ډلې ۲۵۰ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د غزني پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دغه ولایت کې ټول ۶۸۰ دولتي ښوونځي فعاله دي، خو ۲۵۰ یې ودانۍ نه لري.
هغه وویل، په دغه ۲۵۰ ښوونځیو کې ۱۵۰ زره زدهکوونکي دي چې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ۲۰۰ نورو ښوونځیو ودانۍ بیا د تېرو جګړو پر مهال زیانمنې شوې چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.
حسیني وايي چې د ښوونځیو دغه ستونزې یې په کابل کې د پوهنې وزارت له مسوولینو او موسسو سره شریکې کړې او هیلهمند دي چې په روان کال کې دې ستونزې ته رسېدنه وشي.
د غزني د نورو سیمو ترڅنګ رشیدان بیا هغه ولسوالي ده چې یو ښوونځی یې هم ودانۍ نه لري.
د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر سیلمانګل پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې دوه لومړني، دوه منځني ښوونځي او درې لېسې دي.
هغه وايي چې د یادو ښوونځیو له ډلې یو یې هم ودانۍ نه لري او زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
نوموړي وویل: «د ښوونځيو سرپناه نه شتون له کبله شاګردان لویې ستونزې ګالي، د باد او باران په ورځو کې یې ښوونځي رخصت او د ګرمۍ په وخت یې ماشومان کله یوه او کله بل دېوال سیوريو ته ناست وي زدهکړې کوي.»
هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دوی د ماشومانو د یادې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي.
ورته وخت کې د غزني پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځي استاد زلمی کوچی بیا وايي چې زدهکوونکو ته باید د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شي.
دی وایي: «ګډوډ پوهنیز سیسټم چې کله درس وي کله نه، د باد او باران په ورځو کې ښوونځي رخصت وي، د ګرمۍ په وخت کې ماشومان کله یوه او کله بل دېوال سیوريو ته ناست وي، په خاورو سپېره وي په دې شکل بیا سم درس نه ویل کېږي او نتیجه یې هم د پام وړ نه وي.»
د یادونې ده چې په غزني د ۶۸۰ ښوونځیو له ډلې ۷۱ يې د نجونو دي چې په دې ټولو ښوونځیو کې څه باندې ۴۰۰ زره زدهکوونکي زدهکړې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن