پلعلم (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او پنځو ولسوالیو کې تازه شپږ لرغونې سیمې او څلور ابدې کشف شوې دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدګل تسل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لرغونې سیمې او تاریخې ابدې په مرکز پلعلم، محمداغې، خوښۍ، برهکيبرک، څرخ او خروار ولسوالیو کې موقعیت لري چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپېژندنې ریاست د مسلکي کسانو په هلو ځلو کشف شوې دي.
نوموړی دغه راز وایي چې دغه لرغونې سیمې او ابدې له اسلامي د ورې او له هغې مخکې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.
تسل زیاتوي، د یادو لرغونو سیمو او تاریخي ابدو ساتنې لپاره یې د ولایت او ولسوالیو په کچه له امنیتي مسوولینو سره جلا جلا ناستې کړې دي او د ناستو په ترڅ کې یې له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د کشف شوو لرغونو سیمو او تاریخي ابدو په کلکه ساتنه وکړي.
هغه زیاته کړه: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندونکو په همکارۍ دغه شپږ لرغونې سیمې څلور ابدې او ۱۹ زیارتونه کشف کړي چې موږ یې د یادو سیمو ساتنې او بیارغونې لپاره هڅې پیل کړې دي.»
د مرکز پلعلم یوه فرهنګي فعال احمدمدثر پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې شپږ لرغونې سیمې او څلور ابدې کشف شوې دي.
دی ټینګار کوي چې یادې لرغونې سیمې او تاریخي ابدې باید خوندي وساتل شي.
ده وویل، اوس مهال د لوګر په یو شمېر ولسوالیو کې داسې لرغونې سیمې شته چې د ځایي خلکو له لوري غصب او پلټل شوې دي.
لوګر کې یوه بل فرهنګي فعال نعمتالله پژواک ته وویل، د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته پهکار ده چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې خلکو ته د لرغونو سیمو پېژندنې او تاریخي ابدو اهمیت او ساتنې په اړه پوهاوی ورکړي.
باید وویل شي چې د لوګر ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، شل تاریخي کلاوې او ۱۹ زیارتونه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د لرغونو سیمو په توګه ثبت او راجستر شوي دي.
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن