Language

ملګري ملتونه د افغانستان پنځو ولایتونو کې زرګونه کروندګرو او مالدارانو ته روزنه ورکوي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې څه باندې ۸۰۰۰ کروندګر او مالداران روزي.

د ملګرو ملتونو اړوند ادارې پر خپله اېکس‌پانه لیکلې چې دغه پروګرام د امريکا نړۍوالې پرمختيايي ادارې په مالي ملاتړ ترسره کوي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه پروګرام د افغانستان پکتیکا، جوزجان، بادغیس، نیمروز او پروان ولایتونو کې ترسره کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد پروګرام له لارې به کروندګر او مالداران د غوره تغذیې، څارویو روغتیا او د څرځایونو ساتنې برخو کې وروزل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.