Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

بامیان (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د بامیان د ورزش مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

د بامیان د بدني روزنې سرپرست امر سید‌کفیل موسوي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت مرکز بامیان کې د بدني روزنې امریت له خوا د ۴۰ ورزشکارانو په ګډون په دوو پړاونو کې د ځوانانو او لویانو ووشو سیالۍ ترسره شوې.

نوموړي دغو لوبو ته د ځوانانو هڅول او له نشه‌یي توکو د هغوی لرې ساتل د دغو سیالیو د جوړېدو له موخو یاد کړل.

دغه‌راز ورزشکاران وایي چې ورزش د ځوانانو روغتیا لامل کېږي او راتلونکې کې د هر ډول ټولنیزو اختلافاتو مخنیوی کوي.

د دې برخې یوه ورزشکار جعفر رحیمي وویل چې د ورزش هرې برخې ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او دا لېوالتیا کولی شي چې ځوانان له هر ډول رواني اختلالاتو او روږدیتوب څخه وژغوري.

دغه راز، ورزشکارانو له مسوولینو غوښتنه وکړه څو داسې نورې سیالۍ هم تر سره او ځوانانو ته د اړتیا وړ امکانات برابر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.