ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه افغان لوبغاړي د هاشي هارا کراټې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

پنځه افغان لوبغاړي د هاشي هارا کراټې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

author avatar
7 Apr 2024 - 11:14
پنځه افغان لوبغاړي د هاشي هارا کراټې نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي
author avatar
7 Apr 2024 - 11:14

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د افغانستان المپیک ملي کمېټه وایي، د ازبکستان په کوربه‌توب د هاشي هارا کراټې ترسره کېدونکو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پنځه کسان د ملي لوبډلې لپاره ټاکل شوي دي.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هاشي هارا کراټې فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پنځو ولايتونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د هاشي هارا کراټې ملي ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

سرچینې ویلي، په دغو سياليو کې له کابل، کاپيسا، فارياب، بغلان او پروان ولایتونو په درېيو سني کټګوريو کې نوو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

دغه سيالۍ د راتلونکو اسيايي لوبو لپاره چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي، د غوره لوبغاړو ټاکل کېدو په موخه ترسره کېږي..

د المپیک ملي کمېټې زیاته کړې، د يادو سياليو په پايله کې د لويانو کټګورۍ کې فياض دوراندېش په منفي ۷۰ کيلوگرام وزن کې، عبدالشاکر حميدي په منفي ۶۰ کيلوگرام وزن کې او هدایت‌الله په ۸۰ کيلوگرام وزن کې د راتلونکو هاشي هارا کراټې اسیایي لوبو په موخه په ملي لوبډله کې انتخاب شول.

دغه راز د ځوانانو په کټګورۍ کې حسيب‌الله قاضي‌زاده په منفي ۶۵ کيلوګرام وزن کې او د «کاتا»  برخه کې بيا مهدي‌احمد جويا د ملي لوبډلې لپاره ټاکل شوي دي.

د المپیک ملي کمېټې معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۴ کال د مې څلورمه او پنځمه ترسره کېږي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.