اسعداباد (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۳): کونړ کې ځايي مسوولین او خلک وايي چې دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی خو هلته د هغوی لپاره هیڅ ډول اسانتیا نشته چې حکومت او سوداګر باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
کونړ چې د هېواد په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی، پریمانه اوبه، زرغونې درې او لوی ځنګلونه لري چې په دې ورستیو کې ورته د ډېرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.
د دغه ولایت اوسېدونکي او ځایي مسوولین وایي، د سیلانیانو په ورتګ خوښ دي، خو زیاتوي چې هیڅ ډول لازمې اسانتیاوې ورته په پام کې نه دي نیول شوې.
د اسعداباد ښار اوسېدونکی او فرهنګي فعال وحیدالله حمید وایي، د دغه ولایت ډېرې سیمي طبیعي ښکلې او سمسورې دي، خو د سیلانیانو لپاره هوټلونه، د استوګنې مناسب ځای او نورې لازمې اسانتیاوې نشته چې حکومت باید جدي پاملرنه ورته وکړي.
نوموړي وویل: «کونړ له ښه مرغه ډېر ښکلی ولایت دی، هرکال زرګونه سیلانیان راځي خو دلته ورته هیڅ ډول استانتیاوې نشته، هوټلونه نشته او د سیلانیانو لپاره د شپې پاتې کېدو ځای نشته.»
هغه وایي، د کونړ ډېرې سمسورې سیمي چې سیلانیان یې لیدلو ته ورځي، سړکونه یې خراب او له ټلیفوني او انټرنېټي خدمتونو لري دي.
ورته مهال، د شیګل ولسوالي د موڼي سیمې اوسېدونکی خلیلالله بیا وایي، هر کال د اختر په ورځو او شپو کې د دوی سیمې ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه سیلانیان ورځي؛ ځکه دغه سیمه طبیعي ښکلا لري او په ځنګلونو پوښل شوې ده.
د هغه په خبره، په سیمه کې یې د سیلانیانو لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نشته او زیاتوي چې حکومت او سوداګر باید دې برخه کې پانګونه وکړي.
ورته مهال، د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین هم مني چې دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره هیڅ ډول کار نه دی شوی.
د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي منیبالله افغان پژاک خبري اژانس ته وویل، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته یې په ځلونو په دغه ولایت کې سیلانیانو ته د یوه مجهز هوټل او میلمستون جوړیدو غوښتنه کړې، خو زیاتوي چې تر اوسه یې د جوړیدو لپاره هیڅ ډول عملي ګام نه دی اخیستل شوي.
هغه وویل: «موږ د سیلانیانو لپاره معیاري هوټل نهلرو چې هغوی پهکې د شپې لپاره پاتې شي، پارکونه هم نشته، ډېرو سیمو ته د موټرو لارې هم نشته او که وي هم نو تلل ورباندې لوی سرخوږی دی.»
هغه زیاتوي، که په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي، نو د ډېرو پام به ورته را واوړي او د ټوریزم په یوه مناسب ځای به بدل شي چې ورسره به د خلکو په اقتصاد هم مثبتې اغیزې ولري.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال د اختر په ورځو کې د ۱۵ بهرنیانو په ګډون نږدې سل زره سیلانیانو د کونړ له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې وه.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن