Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکیې ته پرته له ویزې د تاجکستان د اتباعو سفر لغوه شو

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۳): ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د تاجکستان اوسېدونکو لپاره ترکیې ته د سفر ویزې معافیت د دغه هېواد د ریاست جمهوري فرمان په صادرېدو لغوه شو.

د ترکیې اناتولي اژانس راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ریاست جمهوري د فرمان له مخې د تاجکستان هغه اوسېدونکي چې عادي پاسپورټونه لري، وروسته له دې ترکیې ته د سفر لپاره باید ویزه ترلاسه کړي.

سرچینې لیکلي، د تاجکستان عادي پاسپورټ لرونکو لپاره ترکیې ته د سفر د ویزې معافیت د نړۍوال محافظت  او د بهرنیو اتباعو د ۶۴۵۸  شمېر قانون د ۱۸ بند پر بنسټ لغوه شوی دی.

مخکې له دې د تاجکستان اوسېدونکو پرته له ویزې کولای شول چې ترکیې ته سفر وکړي خو د یادې پرېکړې د لغوه کېدو لامل څرګند نه دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.