پلعلم (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د کابل - ګردیز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۷ نور ټپیان دي.
د لوګر عامې روغتیا رییس حافظ سیدالرحمن قادري پژواک ته وویل چې تېره شپه د کابل - ګردیز پر لویه لار د مرکز پلعلم اړوند د نیازیو په سیمه کې د نظامي ځواکونو یو سیمرغ موټر له یوه سراچه سره ټکر کړی چې وروسته نظامي موټر چپه شوی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې یو نظامي کس مړ شوی او اووه نور کسان ټپیان دي.
ده وویل چې د یادې پېښې ټپیان د لوګر نائب امینالله خان لوګري روغتون ته انتقال شوي وو خو د ځینو روغتیايي وضعیت ښه نه و چې بیا پلازمېنې کابل ته انتقال شول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP