مهترلام (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازدیګر د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ په پرشغان سیمه کې د دوو سرف موټرو چپه کېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښو ټپيان د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
هغه وویل، پېښه د چلوونکو بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
د لغمان د دولتشاه ولسوالي پرشغان دره چې یوه غرنیزه سیمه ده او پوخ سړک نهلري، ډېر کله پهکې دغه ډول پېښې رامنځته او ګڼ شمېر کسانو ته د مرګژوبلې لامل کېږي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن