کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ د قوشتېپې ملي شل اووریزه جام په نوم سیالۍ د کندهار پر ځای کابل کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د روانې وري میاشتې په نهمه ویلي وو، نړۍوال جام ته د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه به روانه اپریل میاشت په کندهار کې د «قوشتېپې ملي شل اووریزه جام» په نوم سیالۍ ترسره کړي.
خو تېر ماښام د افغانستان د کورني کرکټ څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي په یوه خبري غونډه کې وویل، د قوشتېپې ملي شل اووریزه سیالۍ د یو لړ تخنیکي او لوجستیکي ستونزو له امله د کندهار پر ځای کابل کې ترسره کېږي.
نوموړی وایي، دغه سیالۍ د ۱۵ ورځو لپاره وځنډېدې چې د نوي مهالوېش له مخې به د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې پورې به دوام وکړي.
د یادونې ده، یادې سیالۍ به د کابل کرکټ ملي لوبغالي کې ترسره شي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن