کندوز ښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): د کندوز امنیه قومانداني وايي، دوه کسان یې د جعل او فریبکارۍ په تور نیولي دي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار وايي، دوه کسان چې خلک يې دوکه کول او له هغوی یي پیسو ټولولې او په بدل کې یې ورته د معارف جعلي اسناد برابرول، د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
خاکسار وايي، د یادو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 21