Language

کوچنی اختر مو مبارک شه!

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۳): د پژواک خبري اژانس مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.

هيله‌من یو چې دغه اختر د افغانستان او د اسلامي نړۍ د ټولو وګړو لپاره د خير او برکت، په ټولو ستونزو د برياليتوب او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لامل وګرځي.