اسعداباد (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۳): د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپیان دي.
د کونړ امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه د دوو ویټز موټرو د ټکر له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د پېښې ټپیان پر وخت د اسعداباد ولایتي روغتون ته وړل شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP