کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات کې یوه ماشومه له انسانتښتوونکو ژغورل شوې او په تړاو یې دوه ښځې نیول شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه ماشومه چې فهیمه نومېږي، پنځه کاله عمر لري او نهه ورځې مخکې د هرات ښار د اوومې حوزې اړوند له سیمې څخه د دوو ښځینه انسانتښتوونکو له لوري تښتول شوې وه.
سرچینې لیکلي چې تېره ورځ د یو لړ پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې دغه ماشومه د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شوه.
کورنیو چارو وزارت لیکلي چې د دې قضیې په تړاو دوې ښځینه انسانتښتوونکې د پوليسو له خوا نيول شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP