Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د موټر چپه‌کېدو له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي

قلعه‌نو (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ په کال بوریدې سیمه کې د یوه مازدا موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان د درملنې په موخه اړوند ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.