ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونما: پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې

یونما: پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې

author avatar
13 Apr 2024 - 00:57
یونما: پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې
author avatar
13 Apr 2024 - 00:57

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ، فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځې په مناسبت يوهپیغام کې ویلي،  پښتو څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې ویل شوې ده.

د اپریل ۱۲مه فضا ته د روسي ستورمزلي «یوري ګاګارین» د سفر په مناسبت، فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ نومول شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) نن په همدې مناسبت په یوه خپور شوي پیغام کې ویليچې افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې فضا مرکز ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې مور سره تلېفوني خبرې وکړې.

سرچېنې لیکلي، پښتو په دې توګه له انګلیسي، روسي او فرانسوي ژبو وروسته، څلورمه رسمي ژبه شوه چې فضا کې پرې خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و، هغه همدا راز لومړنی کس دی چې فضا ته یې له ځان سره قرآنکریمولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ.

یونما زیاته کړې چې هغه په دې موده کې له فضا د افغانستان عکسونه واخیستل او همدا راز یې د ستورو په فزیک، طب او بیولوژیکيتجربو کې هم برخه واخیسته.

عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال د غزني ولايت په سردې کلي کې زيږدلى دى، هغه د ۱۹۸۸ کال د اګسټ مياشتې پر ۲۹مه خپل فضاييتحقيقاتي پرواز پيل کړ او د سپتمبر په اوومه بېرته ځمکې ته راستون شو.

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.