کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي، د پروان – بامیان عمومي لار چې د دغه ولایت غوربند درې بېلابېلو سیمو کې، د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د پروان - بامیان عمومي لار تېره شپه د دغه ولایت غوربند درې شینوارو او سیاګرد ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله بنده شوې وه.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پروان ولایت غوربند درې، شینوارو او سیاګرد ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د پروان – بامیان عمومي لار تړل شوې وه چې د پروان د ټولګټو ریاست پرسونل او ماشینرۍ په وسیله پاکه شوې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن د دې لارې بشپړه پاککاري د پروان د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ په وسیله روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP