قلعهنو (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): سېمهییز مسوولین وایي، د بادغیس ولایت په مرکز او مقر ولسوالۍ کې په دوو جلاپېښو کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، تيره شپه د مقر ولسوالۍ اړوند سېمه کې يو تن سېلاب وړى او خپل ژوند يي له لاسه ورکړى.
سرچېنې لیکلي، ، همدا راز يو مازدا او زرنج موټر چې د سېلاب منځ کې د دوو ماشومانو، يوې ښځينه او يوه نارينه سره بند پاته وو د سيمې د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو په مرسته و ژغورل شول.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي: «تېره ورځ د بادغيس ولايت مرکز قلعهنو ښار اړوند د پنځمې امنیتي حوزې د آبګرمک په سيمه کې يو تن هغه مهال د اوبو په حوض کې غرق شوی او خپل ژوند يي له لاسه ورکړى چې حوض ته يې د لويدلي مواشې د رايستلو هڅه یې کوله.»
امنیه قوماندانۍ لیکلي د ياد کس مړی وروسته د پنځمې حوزې د امنیتي ځواکونو او محلي خلکو په مرسته د حوض څخه رايستل شوی دی.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن