Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند د اهل هنود د غصب شوو ځمکو راګرځولو په اړه د افغان حکومت پرېکړه ستایلې ده

هند د اهل هنود د غصب شوو ځمکو راګرځولو په اړه د افغان حکومت پرېکړه ستایلې ده

author avatar
14 Apr 2024 - 11:47
هند د اهل هنود د غصب شوو ځمکو راګرځولو په اړه د افغان حکومت پرېکړه ستایلې ده
author avatar
14 Apr 2024 - 11:47

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د هند بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د غصب شوو ځکو د بېرته را ګرځولو په اړه د افغانستان عدلیې وزارت پرېکړه مثبت بدلون بللی دی.

د افغانستان عدلیې وزارت د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۱۹ مه وویل د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون هېواد کې د اهل‌هنود د غصب شوو ځمکو د څېړنې بهیر پیل کړی او د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوو ته لارښوونه کړې چې د اهل‌هنود هېوادوالو غصب شوې او یا هغه ځمکې چې د جعلي وکالت‌لیکونو په واسطه یې د غصب کېدو احتمال موجود وي، تثبیت او بررسي کړي.

د راپورونو له مخې، د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال د جمعې په ورځ د خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «موږ په دې تړاو رپوټونه کتلي دي، که د طالبانو ادارې پرېکړه کړې وي چې د خپلو هندو او سیک ټولنې د وګړو د مالکیت حقونه راوګرځوي، دا یو مثبت بدلون ګڼو.»

هندوان او سیکان له پېړیو راهیسې افغانستان کې اوسېدلي، دلته ځمکې او جایدادونه لري او  تر اویایمې لسیزې او جګړو مخکې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۲۵۰ زره هندو او سیک کورنیو ژوند کاوه، خو وروسته یې ډېر له هېواده وتلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.