ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لوګر کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
14 Apr 2024 - 12:07
لوګر کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
14 Apr 2024 - 12:07

پل‌علم (پژواک، ۲۶ وري ۱۴۰۳): د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وايي د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د یوې خونې چت لوېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او یو ماشوم ټپی شوی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل چې نن سهار د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ په صدوخېل کلي کې د ورښتونو له امله د یوې خونې چت پرېوتی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او یو ماشوم سخت ټپی شوی دی چې ماشوم د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته انتقال شوی دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه، اوس هم په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ورښتونه دوام لري نو خلک باید د استوګنې ځایونو او د تګ راتګ لارو ته جدي پاملرنه وکړي څو له ورته پېښو سره مخ نه شي.

د یادونې ده، په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.