Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 ننګرهار او کونړ کې بېلابېلو پېښو کې څلور کسان مړه شوي

جلال‌اباد، اسعداباد (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وايي، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سیلاب راوتو، د خونې چت لوېدو او غر ښویېدو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولايت د پېښو پروړاندې د مبارزې رییس مولوي سيف‌الله خالد وايي چې تېره ورځ له غرمې وروسته په چپرهار ولسوالۍ کې يو ۸ کلن ماشوم سېلاب وړی او مړ شوی دی.

دی وايي چې تېره شپه په مومنددرې ولسوالۍ کې د یوې خونې چت پرېوتو له امله هم يوه ۱۲ کلنه ماشومه مړه شوې او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

همدارنګه هغه وایي چې په حصارک، لعلپورې، دور بابا او مهمندرې ولسواليو کې هم د شديدو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله يو شمېر کورونه ويجاړ، ځمکې تخريب او فصلونه تر خاورو لاندې شوي دي.

د مومندرې ولسوالې يو اوسېدونکی لعل نبي وايي، دغې ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته سخت زيان رسولي، حکومت باید له سيلاب‌ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.

چارواکي وايي، ځپل شوو سېمو ته د بېړنيو مرستو رسونې په موخه ولایتي ادارې سیمې ته د سروې ټیمونه استولي او ژر به اړمنو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ورسول شي.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، په کونړ کې هم دوه کسان مړه شوي دي.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس قاري ثابت‌الله صدیقي پژواک ته وویل چې تېره شپه شاخوا ۱۱ بجې د وټه‌پور ولسوالۍ په کرونګ سیمه کې له غره نه پر یوه کور لویه ډبره لوېدلې ده.

هغه وایي چې په دې پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.

ده زیاته کړه چې د وروستیو پرله پسې وروښتونو له امله دغه ډبره له غره څخه را ښویېدلې ده.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې د ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.