لښکرګاه، مهترلام (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په هلمند او لغمان ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ عبدالباري راشد پژواک ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په ګډون په باغران، موسیکلا، ناوې، مارجې، سنګین، ناومېش او کجکي ولسوالیو کې سخت بارانونه شوي چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي.
ده وویل چې د همدې ورښتونو او سیلابونو له امله د خلکو فصلونه له منځه تللي، کورونه یې ویجاړ شوي او د موټرو ښيښې او د سولر تختې یې ماتې شوې دي.
د هغه په وینا، د سېلابونو له امله په مارجه ولسوالۍ او د مرکز اړوند باباجي سیمه کې دوه کسان مړه شوي او یوه ښځه او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
راشد وايي چې په سېلابونو کې بند پاتې ګڼ شمېر کسان د امنیتي ځواکونو له خوا ژغول شوي هم دي.
بل لورته د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وویل چې تېره شپه د دوی په سیمه کې سخته ږلۍ شوې ده.
هغه وايي چې د ږلۍ له امله د هندواڼو پالېزونه او د غنمو فصلونه له منځه تللي دي.
د یوه بل خبر له مخې، په لغمان کې هم ورښتونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس قاري خیرمحمد غازي پژواک ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په الیشنګ او دولتشاه ولسوالیو کې سخت بارانونه شوي او سېلابونه راوتلي دي.
ده وویل چې سېلابونو په یادو ولسوالیو کې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د یو شمېر کورونو ۱۱۰ خونې له منځه وړي دي.
بل لورته د دولتشاه ولسوالۍ د فرشغان سیمې اوسېدونکی داديخان وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د دوی په سیمه کې سخت بارانونه شوي او سېلابونه راوتلي دي.
هغه زیاتوي چې د سېلابونو له امله د دوی فصلونه له منځه تللي، لسګونه د استوګنې خونې ویجاړې شوې او د فرشغان لار د ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې ده.
د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.
د یادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې د ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP