فراه ښار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د تراوېح لمانځه پرمهال د وژل شوو کسانو د قتل په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
ناپېژاندو وسلهوالو د روژې میاشتې په ۲۶مه شپه د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ په کټوالي کلي کې د تراوېح لمانځه پرمهال پر خلکو ډزې وکړې.
د فراه امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د یادو ډزو له امله درې کسان وژل شوي او یو بل ټپی شوی و.
خو د فراه امنیه قوماندانۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادې پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
سرچینه زیاتوي: «د فراه ولایت پشتکوه ولسوالۍ د امنیتي او کشفي ځواکونو د سخت څار او تعقیب وروسته هغه دوه تنه قاتلین ونیول شول چې د یادې ولسوالۍ د کټوالي په کلي کې یې د روژې په 26 شپه د تراوېح پرمهال د ډزو په واسطه درې تنه ووژل او یو بل تن یې ژوبل کړی و.»
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP