Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زیاته هڅه وشي

مولوي عبدالکبیر: د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زیاته هڅه وشي

author avatar
16 Apr 2024 - 21:30
مولوي عبدالکبیر: د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زیاته هڅه وشي
author avatar
16 Apr 2024 - 21:30

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د صنعت او سوادګرۍ وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول ساتلو ټینګار ترڅنګ ویلي، د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زیاته هڅه وشي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره ولیدل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، له ګاونډیو هېوادونو سره مناسبې سوداګریزې اړېکې د دې  سبب شوي چې په کور دننه قیمتونه په ښه حالت کې پاتې او د لارو تړل کېدل یا بندېدل هم پر بازار منفي اغېز ونه لري.

د هغه په خبره، صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکتور سره همکار دی چې له امله يې خصوصي سکتور هم په ښه ډول فعالیت کوي او د اسلامي امارت له لوري ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

ده ویلي، د اسلامي امارت د غوره اقتصادي سیاست پر بنسټ د سیمې هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې پام وړ انکشاف راغلی دی او په نورو بازارونو کې یې هم ورته د بازار موندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي، د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانیو ټيکاو د دې سبب شوی چې هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو بيې په مناسب حالت کې پاتې شي، توکي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ښه بازار ولري او هېوادوال هم وکولی شي د اړتیا وړ توکي و پېري.

مولوي عبدالکبير له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کورنیو تولیداتو د غوره کیفیت، د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زياته هڅه وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.