قلعهنو (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): بادغیس ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن سهار (د وري ۲۸مه) د قلعهنو ښار د شپږمې حوزې اړوند په لامان کلي کې د یوه کاسټر موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه وايي، یاد موټر له هرات څخه بادغیس ولایت ته په حرکت کې و چې د تخنیکي ستونزو له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
سرچینې لیکلي، په دغه موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ سپرلي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو ماشوم مړ شوی او ۲۴ کسان ټپیان شوي چې یو شمېر ټپیان د قلعهنو ښار ولایتي روغتون ته او یو شمېر نور یې د هرات ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې یو شمېر ټپیان په سطحي ډول ټپي شوي، خو د ځینو نورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن