ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لوګر کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
16 Apr 2024 - 16:10
لوګر کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
16 Apr 2024 - 16:10

پل‌علم (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل- پل‌علم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او اووه نور ټپیان دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک ته وویل چې نن له غرمې مخکې د کابل- پل‌علم پر لویه لار د پل کندهاریو په سیمه کې یو کرولا موټر چپه شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو ماشوم مړ شوی او د شپږو ښځو په ګډون اووه کسان ټپيان شوي دي.

ده وویل چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ و او روغتون ته انتقال شوي دي.

انس وايي چې دغه پېښه د موټر چلوونکي بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې ده چې د اختر په درېیو ورځو کې په لوګر کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي وو.

Views: 202

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.