ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فیضي: غزني کې خلک د صنعتي پارکونو جوړېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي

فیضي: غزني کې خلک د صنعتي پارکونو جوړېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د غزني د صنعت او سوداګرۍ رييس وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو صنعتي پارکونو د ځمکو وېشلو او جوړېدو پر وړاندې عام خلک خ نډونه جوړوي.

د سردار محمد داوود خان واکمنۍ پر مهال د غزني د مرکز پیره‌، سفندې، تلخک‌زار او لشمک ساحې د صنعتي پارکونو لپاره مشخصې شوې وې خو د ځینو ستونزو له امله تر اوسه دغه پارکونه نه دي جوړ شوي.

څه موده مخکې حکومتي چارواکو په غزني کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د یوه پلان له مخې یاد څلور صنعتي ښارګوټي جوړوي.

د غزني د صنعت او سوداګرۍ رييس مفتي فیض‌محمد فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ټولو پارکونو اداري چارې بشپړې شوې، ځمکې یې مشخصې شوې او د دولتي ځمکو او عامه ملکیتونه ښه تثبیت هم شوی دی.»

خو هغه وايي چې خلک د یادو پارکونو د وېش پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه پرېږدي چې په سمه توګه دغه ښارګوټي جوړ او فعالیت پيل کړي.

فیضي د خنډونو په اړه وویل: «خلک وخت ناوخت د یادو صنعتي پارکونو په ځمکو کې په ډله‌ییزه او انفرادي توګه ساختماني کارونه ترسره کوي، تهدابونه باسي، تیږي اچوي، ټکټرې په کې ګرځوي او ځمکې یې غصبوي.»

دی وایي، د یادې ستونزې هواري په موخه یې څو ځلې د سیمو مشران هم ورغوښتي خو په وینا یې، تر اوسه لا دغه ستونزه نه ده حل شوې.

هغه زیاته کړه: «د دې ستونزې د حل په موخه څه وخت وړاندې له پلازمېنې کابل څخه یو پلاوی هم راغلی و چې په هغو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي ريیس، د پارکونو د پلان جوړونې او ساتنې ريیس، د صنعتي پارکونو د څارنې او ارزیابي ريیس او ځیني نور کسان موجود وو خو مشکل لا نه دی حل شوی.»

هغه وویل، که د سیمې خلک حقوقي دعوا لري، قضای دولت موجود دی، د غصب مخنیوي کمېسیون شته،  اختصاصي محمکه جوړه شوې، خپل اسنادونه دې وړاندې کړي، که د هر چا یو جریب ځمکه هم شخصي ملکیت تثیت شي، حق یې ورکول کېږي.

ده وویل، اسلامي امارت دغه صنعتي پارکونه جوړوي او که هر څوک یې پر وړاندې خنډ جوړ کړي قانوني چلند ورسره کېږي.

بل لور ته خلک بیا وايي چې حکومت یې پر ځمکو صنعتي پارکونه جوړوي.

د روضې سیمې یوه قومي مشر حاجي عبدالمجید پژواک ته وویل، د تلخک‌زار سیمه کې نهه سوه جریب ځمکه چې اوس حکومت د صنعتي پارکونو لپاره مشخصه کړې، د دوی د کلي اړوند ده او څرځایونه دي.

هغه وویل، حکومت دې دوی ته قناعت ورکړي بیا دې پرې صنعتي پارک جوړ کړي.

بل لور ته، یوه سوداګر عبدالله امیني پژواک ته وویل، چارواکي دې صنعتي پارکونه ژر فعال کړي، سوداګرو او صنعتکارانو ته یې  دې ووېشي څو په کې پانګونه وکړي.

نوموړي وویل: «سوداګرو ته د صنعتي پارکونو جوړول د پانګوالو په جذبولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په پیدا کېدو کې اغېزناک تمامېدلای شي.»

د یادونې ده، د مرکز اړوند سفندې سیمه کې ۱۱۵۰ جریب، د لشمک سیمه کې ۱۵۰۰ جریب، پیره دښته کې ۱۰۰۰ جریب او د تلخک‌زار کې نهه سوه جریب ځمکه د صنعتي پارکونو لپاره مشخصه شوې ده.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.