کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د کندهار ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارغستان او سپینبولدک ولسوالیو کې د دوو زړو مرمیو چاودنو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، دغه راز په ډنډ ولسوالۍ کې یو ماشوم سېلابي اوبو کې ډوب او مړ شوی دی.
د کندهار امنيې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د ارغستان ولسوالي د ملا شېرعلي کلي کې ماشومانو د هاوان پر یوې زړې مرمۍ لوبې کولې چې چاودنه یې کړې، یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
نوموړي دغه راز وویل، پرون د سپینبولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کې هم یو کس چې زړې اوسپني یې ټولولې، یوې سرګلولې پرې چاودنه کړې او ټپي شوی دی.
بلخوا سرچینه وايي چې چې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د اغاجان کارېز کلي کې یو ماشوم په سېلابي اوبو کې ډوب او مړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت معلوماتو له مخې، تېره یوه اونۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.