Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فوټسال اسیا جام سیالۍ سبا پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د افغانستان په ګډون د فوټسال اسیا جام سیالۍ سبا په ټایلنډ کې پیلېږي چې د دغو لوبو لپاره د هېواد د فوټبال فدراسیون نن د فوټسال ملي لوبډله هم اعلان کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فوټسال اسیا جام سیالۍ سبا د (اپریل په ۱۷مه) پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې پورې به دوام ولري.

هاشمي زیاته کړه، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین هېوادونو د ملي لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.

دغه زار د یادو سیالیو لپاره نن د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړ چې په کې محمدجواد صفري، علي‌رضا جعفري، علي‌احمد محسیني، مهدي نوروزي، علي جعفري، میثم فیضي، رضاحسن پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظیمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسن محمدي او صیاد مجتبی شامل دي.

د راپورونو له مخې، د فوټسال اسیا جام سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي چې په‌کې د ۱۶ هېوادونو د فوټسال ملي لوبډلې ګډون کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.