کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېر لمریز کال د کب په میاشت کې د څه باندې ۷۸۹ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ادارې د افغانستان په کچه د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د کب میاشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د دغو ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د افغانستان په کچه د وارداتو ټول ارزښت ۷۸۹٫۶ ميليون ډالرو او د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۱٫۱ ميليون ډالرو ته رسېږي.
سرچینه کاږي، د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۶۹۰٫۴ میلیون ډالرو ته رسېده چې د ۱۴۰۲ کال په یاده مياشت کې د ۹۹٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په کې راغلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال په کب میاشتو کې تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.
سرچینه زیاتوي، د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۴ میلیون ډالرو ته رسېده.
د سرچینې په خبره، د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د کب مياشتې صادراتو د ۱۴۰۲ کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۳۲٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی درلود.
د سرچینې په حواله، ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې تر ټولو ډېر هغه یې پاکستان، هند او چین هېواد ته وو.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن