ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناروې کمېټه څلورو ولایتونو کې د نیالګیو قوریې جوړوي

د ناروې کمېټه څلورو ولایتونو کې د نیالګیو قوریې جوړوي

author avatar
16 Apr 2024 - 18:13
د ناروې کمېټه څلورو ولایتونو کې د نیالګیو قوریې جوړوي
author avatar
16 Apr 2024 - 18:13

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۳): افغانستان کې د ناروې کمېټې د بشرپالو پروګرامونو مسوول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې څلورو ولایتونو کې د قوریو جوړولو لپاره ۲۵۰ زره ډالر ځانګړې شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د بشرپالو پروګرامونو له مسوول ذبیح‌الله رحمتي سره لیدلي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه لیدنه کې د یاد وزارت مرستیال وويل، افغانستان کې د مېوه‌لرونکو بڼونو ترویج او د قوریو جوړولو ته بېړنۍ اړتيا ده او بايد د قوریو جوړولو لپاره ځمکه مشخصه شي څو د نيالګيو تولید ډېر شي.

خبرپاڼه کاږي، دغه لیدنه کې افغانستان کې د ناروې کمېټې د بشرپالو پروګرامونو مسوول وویل، د قوریو جوړولو لپاره ۲۵۰ زره ډالره ځانګړې شوي چې پکتیکا، کاپیسا، غزني او فاریاب ولایتونو کې د نیالګیو قوریې جوړ شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د نیالګیو د تولید زیاتوالي په موخه قوریې جوړې کړي، ملي او نړۍوالو بنسټونو ته زمینه برابره کړې چې د نیالګیو د تولید لپاره قوریې جوړې کړي څو هېواد کې دننه د نیالګیو تولید زمینه برابره شي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.