کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهېعن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست له بهر مېشتو افغانانو پلاوی سره په لېدنه کې ویلي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ښځو حقونه تر پښتو لاندی کړي او په بدو کې د ښځو ورکولو کچه تقریبا صفر ته رسېدلې ده.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالدالحنفي له افغان بهر مېشتو سیاسي څېرو او سوداګرو سره ولېدل.
خبرپاڼه کې راغلي، یاد پلاوی په دغه لېدنه کې ویلي، ټولې هغه اندېښنې چې مخکې له راتګ څخه یې د ښځو د حقونو په تړاو درلودې له منځه ولاړې او ټولې هغه ډنډورې چې نړیوال او ځينې کړۍ یې د افغان ښځو د حقونو په تړاو لري بې بنسټه او ناسمې وبللي.
د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالدالحنفي په دغه لېدنه کې ویلي، د مېرمنو ټول حقوق چې اسلام مبارک دین ورکړي حتماً یې ورکوي او هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.
هغه ویلي: «د امارت په راتګ سره د ښځو ټول هغه حقوق چې مخکې به تر پښو لاندې کېدل او نه به ورکول کېدل تامین شوي دي او ښه مثال یې د ښځو میراث او د هغوي په بدو کې ورکول دي چې امر بالمعروف وزارت په تېرو درې کلونو شاوخوا کې د پنځه زره مېرمنو میراث اخیستی او ورته یې تسلیم کړی، همدا راز په ټول هېواد کې د مېرمنو په بدو کې د ورکولو مخنیوی شوی چې د دې کار کچه اوس تقریبا صفر ته رسېدلې.»
حنفي له دغه پلاوی غوښتي چې نړۍ والو ته د اسلامي امارت رښتینی انځور وړاندې کړي او هر وخت د خپلو نېکو مشورو شریکولو په موخه راشي او په ګډه د ستونزو د حل لپاره د اسلامي امارت له مسؤولینو سره مرسته وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن