Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې یوه کس ته تعزیزي سزا ورکړل شوه

میدان‌ښار (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، د میدان‌وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یو تن چې پر غلا متهم و، په عام محضر کې ۳۹ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.

دغه څرګندونې سترې محکمې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

سرچینې لیکلي چې یاد کس ته تعزیزي سزا د محکمې له پرېکړې وروسته ورکړل شوې ده.

سترې محکمې لیکلي چې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د سیداباد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رییس مولوي میرحسن افتخار د معاشرې د اصلاح، بندیانو سره په محبسونو کې د ښه چلند، بندیانو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو او اسلامي نظام د شکر ادا کولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې مجرمینو ته تعزیزي سزاګانې ورکړل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.