اسعداباد (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې د جنازې مراسمو پر مهال پر خلکو دېوال چپه شوی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
د ماڼوګي ولسوال عبدالله ابوحمزه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې د یوې جنازې مراسمو پر مهال پر خلکو دېوال چپه شوی چې له امله یې د اتو ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل: «پېښه هغه مهال وشوه چې کلیوال د یوې جنازې په ویر راټول وو چې ناڅاپه د یوه کور دېوال وغورځېد.»
نوموړي زیاته کړه، د پېښې ټپيان د ولسوالي روغتیایي مرکز او د اسعداباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ورته مهال، د اسعداباد ولایتي روغتون چارواکي وایي، د پېښې له ځایه ورته ۱۵ ټپیان وروړل شوي چې د دوو روغتیایي حالت نازک دی او د لا ښې درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې یوه ټپي چې په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وویل: «زما نیا په حق رسېدلی وه، موږ چې کله جنازه پورته کوله، نو د کور یو خټین دېوال چې وروستیو ورښتونو خراب کړی و، راباندې راپرېوت، ګڼ کسان یې ټپیان کړل.»
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن