فیروزکوه (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): غور کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ امر مولوي محمدحماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سیالۍ نن د دغه ورزش د ودې او د غور شهرک او تیورې ولسوالیو له پهلوانانو د غوراوي په موخه پیل شوې دي.
هغه وویل: «د شهرک او تیورې ولسوالیو ځایي او ورزشي مسوولینو د غېږېنیونې د ودې او غوره پهلوانانو ټاکلو په موخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره کړې دي.»
نوموړي وویل چې دا سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم ورزشي مسوولینو د غېږېنیونې سیالۍ د دغه ولایت فیروزکوه ښار کې ترسره کړې وې.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن