Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په متحده عربي امارتو او عمان کې د سختو ورښتونو او توپان له امله ۲۱ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې په متحده عربي امارتو او عمان کې د سختو ورښتونو او توپان پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.

نیویارک ټایمز نن (پنج‌شنبه، د وري ۳۰مه) راپور ورکړی چې عمان کې د سخت توپان له امله ۲۰ کسان مړه شوي او متحده عربي اماراتو کې هم د سخت باران له امله یو کس مړ شوی دی.

راپور کې عمان د هوا پېژندنې ادارې له قوله زیاته شوې چې یاد توپان د یک‌شنبې په ورځ د العین له سیمې پیل شوی او د سه شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) متحده عربي امارتو ته هم ورسید.

بلخوا، د دوبۍ په ګډون د متحده عربي امارتو په بېلابېلو سیمو کې سخت او بې‌ساري باران د دغه هېواد بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د پرې کېدو او الوتنو د ټکني کېدو لامل هم شوي دي.

د دغه توپان او ورښتونو له امله په عمان او متحده عربي امارتو کې دولتي ادارې او ښوونځي ځنډول شوي دي.

د چارو پوهانو به اند، په ځینو عربي هېوادونو کې شدید بارانونه د ځمکې د بې‌سارې ګرمېدو له امله وریږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.