ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب لپاره رایه اچونه کوي

امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب لپاره رایه اچونه کوي

author avatar
18 Apr 2024 - 13:34
امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب لپاره رایه اچونه کوي
ارشیف
author avatar
18 Apr 2024 - 13:34

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۳): راپورونه وايي چې سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره رایه اچونه کوي.

رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې ټاکل شوې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب لپاره د پرېکړه‌لیک طرحې په اړه د امریکا د نیویارک پر وخت سبا په امنیت شورا کې رایه اچونه وشي.

په راپور کې راغلي، د دغه پرېکړه‌ليک طرحه به هغه وخت تصويب شي چې د امنيت شورا له پنځلسو غړو نهه يې رايې ورکړي او د دې شورا له پنځو دايمي غړو يو يې هم د ویټو له حقه کار وانه خلي.

رویټرز د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله لیکلي چې د امنیت شورا ډېری غړي له دې طرحې سره موافق دي او په وینا یې، احتمال شته امریکا دغه طرحه ویټو کړي.

امنیت شورا کې ټول ۱۵ هېوادونه غړیتوب لري چې پنځه (روسیه، چین، امریکا، انګلیستان او فرانسه) یې دایمي غړي دي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.